د مالیې وزیر د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره په یو شمېر اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

admin_mof
Sun, Jan 10 2021 3:20 PM
خبر

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د مرغومې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان، سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه سوداګریز او اقتصادي کمېسیون شپږمې ناستې ترسره کېدو ته په چمتووالي، د لمریزې، بادي، اوبو او حرارتي انرژۍ د تولید په برخه کې په افغانستان کې د ایراني شرکتونو په پانګونه، له ایران څخه افغانستان ته د پایپ لاین له لارې د نفتي موادو په لېږد، د ازبیکستان، تاجیکستان، ایران او افغانستان ترمنځ د رېل کرښې په غځېدو او له چابهار بندر سره د دې کرښې په نښلېدو، د افغانستان د کانونو په استخراج باندي د ایراني شرکتونو په پانګونه او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS