ښاغلی حارث د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست د سرپرست په توګه معرفي شو
ښاغلی حارث، چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی وو، نن د کب میاشتې په ۱۶ مه نېټه د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عالم شاه ابراهیمي، له لوري د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د بشري سرچینو ریاست سرپرست د پېژندنې په مراسمو کې د مالیې وزارت مقام د دفتر لوی رئیس ښاغلي عبدالخالق سرابي او د دې ریاست یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت اداري مرستیال، د بشري سرچینو ریاست سرپرست ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې نوموړي له دې وړاندې هم د مالیې په وزارت کې کار کړی دی او له بشپړې تجربې برخمن دی او په ټولو ورسپارل شویو چارو کې ورته د بریا غوښتنه کوو.
د بشري سرچینو ریاست سرپرست، پر ده باندې د باور کولو له کبله د مالیې وزارت له مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په ورسپارل شویو چارو کې به هر اړخیزه هڅه او کار کوي. نوموړي له همکارانو وغوښتل چې د چارو لا ښه تر سره کولو لپاره دې له ده سره هر اړخیزه ملتیا وکړي.