د مالیې وزارت سرپرست د مالي معینیت له مسؤلینو سره ولیدل

admin_mof
Thu, Mar 11 2021 10:24 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د دې وزارت د مالي معینیت له مسؤلینو او کارکوونکو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د بودیجې عمومي ریاست رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست، د مالي معینیت له مسؤلینو او کارکوونکو څخه د ۱۴۰۰ مالي کالي ملي بودیجې د ترتیب او تصویب په تړاو مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې باید پوره هڅه وشي څو په ملي بودیجه کې ډېر اصلاحات راشي او پراختیایي پروژې لومړيتوبونو په پام کې نیولو په نظر کې ونیول شي.

خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل، چې دوی په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرونا ویروس خپرېدو له کبله په ستونزمنو شرایطو کې د ملي بودیجې چمتو کولو او د هیواد د مالي مدیریت د ښه کولو هڅې کړې دي. نوموړي؛ زیاته کړه چې د مالي معینیت یو لړ اصلاحي پلانونه د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله نه دي پلي شوي. ښاغلي ځدراڼ، زیاته کړه چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې به هڅه وکړي، څو اصلاحي پروګرامونه په ښه توګه پلي شي او د اغېزمنتوب، روڼتیا، سپما او ګټورتوب په پام کې نیولو سره متوازنه بودیجه جوړه شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS