د لومړي ځل لپاره په ګمرکونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترونیکي شوه

admin_mof
Tue, Apr 06 2021 3:44 PM
خبر

د ولسمشر د حکم له مخې او د ګمرکونو نړیوال سازمان او د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان حکومت د ژمنو په اساس د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په هیواد کې د لومړي ځل لپاره په مرکز او ولایتونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترنیکي کړه او تېره ورځ د ننګرهار په ګمرک کې د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري یې په رسمي ډول پرانېسته وشوه.

یاد سیستم چې پخوا په کتبي/کاغذي ډول طی مراحل کیده او دولس پړاونه په کې شامل و او له دو ورځو څخه زیات وخت ته یې اړتیا درلوده چې له الکترونیکي وکولو څخه وروسته ټوله پروسه اوو پړاونو او څو ساعتونو ته را کمه شوې ده. د قیمت ګذارۍ کارکونکي کولی شي له دې سیستم څخه په ګټې اخیستنې په یو کلیک سره هره پروسه بررسي کړي او د قیمت ګذارۍ پروسه طی مراحل کړي.

خبر

همداشان یاد سیستم د ملي سوداګرو لپاره دا اسانتیا رامنځته کړی چې د افغانستان له هرې برخې څخه کولی شي د وارداتي توکو قیمت د اسیکودا په سیستم کې ثبت کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS