د مالیې وزارت مالي مرستیال د نړیوال بانک له مرستیال سره د خصوصي سکټور په ملاتړ خبرې وکړې

admin_mof
Thu, Apr 08 2021 11:26 AM
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدران د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د پسرلنیو ناستو په حاشیه کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا (IFC) په برخه کې د نړیوال بانک له مرسیتال الفانسو ګرسیو مورا، او مل ټیم سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي هم ګډون درلود.

خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال په دې لیدنه کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د انرژۍ په برخه کې د پانګونې په فرصتونو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ترانسپورت، کانونو، کرنې او د خوراکي توکو د پروسس په تړاو بحث وکړ. په مقابل کې الفانسو له خپل لوري په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او د تخنیکي مرستو له لارې د خصوصي سکټور ملاتړ او خصوصي سکټور ته د پورونو او ضمانت برابرولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS