د اسلام کلا بندر د طرحې او ډیزاین ارزونې ناسته وشوه

admin_mof
Thu, Apr 15 2021 9:59 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ چې د دې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، د مقام د دفتر عمومي رئیس عبدالخالق سرابي، د ګمرکونو عمومي رئیسې امنې احمدي، د عوایدو عمومي رئیس نصر الله دراني، د مقام سلاکار محمد اقا کوهستاني او یو شمېر رئیسانو ګډون کړی وو، د اسلام کلا بندر د طرحې او ډیزاین ارزونې ناسته وشوه.

په دې ناسته کې له نړیوالو معیارونو او د واحدې دریڅې له سیستم (Single Window System) سره سم د اسلام کلا بندر د طرحې او ډیزاین په تړاو څو اړخیزه خبرې او بحثونه وشول.

پرېکړه وشوه، څو د اسلام کلا بندر د لارې نقشې ښه کېدو په موخه له تخنیکي ټیم سره خبرې وشې او د ټرافیکو جریان له تخنیکي اړخه و ارزول شي.

خبر

د یادونې وړده، چې د اسلام کلا بندر جوړونه او رغونه به په دریو فازونو کې ترسره شي، په لومړي فاز کې به زېربنایي برخې لکه پارکینګ، کریړ شوي سړکونه او اسانتیاوې شاملې وي، چې د لومړي فاز چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS