د مالیې وزارت سرپرست د عامه ساتنې ملي تصدۍ له عمومي رئیس سره لیدنه وکړه

admin_mof
Thu, Apr 22 2021 12:18 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، چې د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي هم ورسره وو د عامه ساتنې ملي تصدۍ له عمومي رئیس برید جنرال احمد فیصل خان الله داد، سره د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلام کلا په ګمرک کې د غیر قانوني اخیستنو په مخنیوي، په یاد ګمرک کې د عامه ساتنې قطعې ته د امکاناتو او تجهیزاتو په برابرولو، په ګمرکي چارو کې د نورو ادارو نه لاسوهنې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي رئیس د مالیې وزارت له سرپرست سره ژمنه وکړه، چې د امنیت ټینګښت، غیر قانوني کړنو د مخنیوي او د بنسټونو د ساتنې په برخه کې به هر راز همکاري کوي.

د مالیې وزارت سرپرست د عامه ساتنې له ملي تصدۍ مننه وکړه او ویې ویل؛ اړتیا ده چې له فساد سره د مبارزې او غیر قانوني کړنو د مخنیوي په برخه کې لازمه همکاري او همغږي رامنځته کړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS