د مالیې وزارت سرپرست د دغه وزارت مسؤلینو او کارکوونکو سره لیدنه او د اختر مبارکي وکړه

admin_mof
Mon, May 17 2021 8:42 AM
خبر
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده نن په یوه غونډه کې د دغه وزارت مسؤلینو او کارکوونکو سره لیدنه او د اختر مبارکي وکړه.
په دغه لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست د دغه وزارت کارکوونکو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او ورته یې په ټولو چارو کې د بریا هیله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست یادونه وکړه چې د دغه وزارت ټول کارکوونکي باید د وزارت موخو ته د رسېدلو په خاطر لا ډېره هڅه وکړي او زیاته یې کړه چې د عایداتي سرچینو کارکوونکي باید له پخوا ډېر د ۱۴۰۰ کال د عوایدو په راڼه ډول راټولولو کې هلې ځلې وکړي.
 
خبردغه راز د مالیې وزارت سرپرست د ګمرکونو د ساتنې د قطعې له منسوبینو سره هم لیدنه او اختر مبارکي وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS