د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته وشوه

admin_mof
Thu, May 20 2021 11:45 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته انلاین ترسره شوه.

په دې ناسته کې د دولتي شرکتونو د څار پلاوي رئیس، د کانونو او پترولیم وزارت مالي اواداري مرستیال محمد حمید یوسفي، د دولتي شرکتونو د څار پلاوي غړي او د مالیې په وزارت کې د څار پلاوي غړي حاجي عبدالقیوم او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو.

په پیل کې د څار پلاوي مخکنۍ ناستې د مصوبې د کړنو راپور وړاندي شو. ورپسې له اجنډا سره سم د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي ټاکلو په کړنلارو، د نویو جوړو او یو ځای شویو شرکتونو مدیره پلاوي په ټاکلو، د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي د غیر اجرایي غړو د امتیازاتو او مزدورۍ په پالیسۍ، د دولتي شرکتونو د کارکوونکو د معاشونو په لایحې، د دولتي شرکتونو د تدارکاتي وړتیا ارزونې لپاره د کاري ډلې په ټاکلو، د ۴ نویو دولتي شرکتونو جوړولو په طرحه او یو شمېر نورو متفرقه مسایلو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

خبر

په دې ناسته کې سکرتریت ته دنده وسپارل شوه، څو د څار پلاوي د سپارښتنو په پام کې نیولو سره، ځیني وړاندي شوي سندونه بیا ځلي وګوري او راتلونکي ناستې ته یې وړاندي کړي. همدا شان په ناسته کې تصویب شوه چې د دولتي شرکتونو د ښه تنظیم په موخه دي د څار پلاوي ناستې منظمې او پرلپسې ترسره شي، څو د شرکتونو چارې ټکنۍ نه شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS