د نفتي موادو د حق العبور محصول راټولو په تړاو وضاحت

admin_mof
اطلاعیه

شنبه، د غبرګولې لومړۍ۱۴۰۰ هـ.ل

په دې وروستیو کې د نفتو او اوبلن ګازو شرکتونو ټولنه د نفتي موادو د حق العبور محصول راټولو په تړاو د وضاحت غوښتونکې شوه، دوی یادونه کړې چې د مالیې وزارت له څلورو کلونو راپدېخوا هیواد ته له واریدېدونکي هر لېتر ګاز او نفتو څخه دوه افغانۍ راټولوي، نو اړینه ده چې کره حساب او د لګښتونو موارد یې روښانه شي.

د مالیې وزارت ټولو ګرانو هیوادوالو په ځانګړي توګه د اوبلن ګازو او نفتو شرکتونو ته ډاډ ورکوي، چې د ملي شورای مصوبې د حق العبور محصول قانون د تعدیل طرحې پر بنسټ، د مالیې وزارت ګمرکونو عمومي ریاست د نفتي موادو (پطرول او ډیزل) هر لېټر او LPG فی کیلو ګاز له قیمت څخه دوه افغانۍ، د حق العبور محصول په توګه را ټولې کړي دي او په دې قانون کې درج شوې وجوه د عامه لګښتونو او مالي چارو ادارې د قانون له احکامو سره سم د دولت واحد بانکي حساب ته تحویلوي.

همدا شان د حق العبور محصول د قانون شپږمې مادې مطابق د حق العبور محصول له درکه حاصله وجوه، د کریړ شویو سړکونو د ساتنې، خامه سړکونو د بیا رغونې او جغل اچونې، د موجودو کریړ شویو لویو لارو جوړېدو او بیا رغونې، د ښارونو خروجي او دخولي دروازو او لویو لارو د ساتنې دېوالونو او د سترو او کوچنیو پلونو جوړېدو په موخه له قانون سره سم د ټولګټو وزارت په واک کې ورکول کېږي.

 

وروستي اعلانونه

Back to announcements