سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د ارزښت پر زیاتوالي مالیې د تصدیق پاڼو د ورکړې غونډه ترسره شوه.

admin_mof
Wed, Jun 09 2021 3:10 PM
خبر

سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د ارزښت پر زیاتوالي مالیې د تصدیق پاڼو د ورکړې مراسم نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیې وزارت د سرپرست محمد خالد پاینده په حضور کې ترسره شول.

دغه غونډه چې د عوایدو عمومي رییس نصرالله درانی، د افغانستان د خونو فدراسیون عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر، د مالیې وزارت مشرتابه غړي، د خصوصي شرکتونو استازي او او رسنیو ګډون درلود، د قران کریم په مبارکو ایتونو او د ملي سرود په غږولو پيل شوه.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د غوندې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه، د ارزښت پر زیاتوالي مالیه د ثبات او ځان بسیاینې بنسټ دی، تلپاتې عواید لري او کولای شي اقتصاد کې بدلون راولي. د ارزښت پر زیاتوالي مالیې تطبیق چې پيل په ۱۴۰۱مالي کال کې کېږي، کولای شي د مصارف د کنټرول او د صادراتو په زیاتوالي کې یوه غوره انګېزه را منځ ته کړي او مارکیټ له فساده وژغوري. نوموړي زیاته کړه، چې د ارزښت پر زیاتوالي مالیه موږ سره مرسته کوي چې غیر رسمي اقتصاد رسمي کړو او کورني ناخالص تولید ته لا وده وړکړو. د دغه میکانیزم په تطبیق سره کولای شو تر ۲۰۲۶ کاله پورې له ۲۰ملیاردو افغانیو زیاد عواید را ټول کړو.

د افغانستان د خونو فدراسیون عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر، له مالیې وزارت څخه د مننې ترڅنګ د عوایدو لوړېدو په برخه کې له خصوصي سکټور څخه وغوښتل، چې د مالیو په ورکولو د حکومت د خدمتونو وړاندي کولو ملاتړ وکړي. همدا شان نوموړی، له مالیې وزارت څخه د فساد مخنیوي او همغږۍ نه شتون له کبله په خصوصی سکټور باندي د یو شان مالیې وضع کولو غوښتونکی شو.

خبر

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییس نصر الله دراني، د ارزښت پر زیاتوالي مالیې په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په تېرو کلونو کې مو ونه شو کولای د مختلفو دلایلو له کبله دغه سیستم تطبیق کړو. د ارزښت پر زیاتوالي مالیې پلي کول له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د حکومت ژمنه وه. دغه سیستم د خصوصي سکټور په وده کې مهم رول لري. موږ د خصوصي سکټور په ملتیا وکولای شول د دې سیستم تخنیکي د ستونزو په لیري کولو سره په ۱۴۰۱ کال کې یاد سیستم پلی کړو.

خبر

د دې پروګرام په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د مالیې وزارت د سرپرست له لوري د خصوصي سکټور یو شمېر استازو ته د ارزښت پر زیاتوالي مالیې تصدیقپاڼې هم ورکړل شوې.

د یادونې وړده، چې د ارزښت پر زیاتوالي مالیه غیر مستقیمه مالیه ده، چې د تولید، وېش او محصول د وړاندي کولو له بېلابېلو پړاوونو اخیستل کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS