د ملي بودیجې لپاره د ۱۰۱ میلیون ډالرو مالي همکارۍ ترلاسه کول
د مالیې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکونې عمومي رئیس په مشرۍ د مالیې وزارت، اروپایي ټولنې او دولتي پلي کوونکو با صلاحیته استازو تر منځ د رهبرۍ – تخنیکي ګروپ په ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اروپایي ټولنې ترمنځ د قرارداد جوړونې په چوکاټ کې د ژمنه شویو اصلاحاتو پلي کولو په برخه کې د دولت د پرمختګونو نهایي راپور تر غور لاندې ونیول شو او ټاکل شوې ده، چې د دې راپور نقل د یوې اوونۍ په اوږدو کې په رسمي توګه د اروپایي ټولنې د سیاسي نمایندګۍ په مرسته ولېږل شي او پر بنسټ به یې ۱۰۱ میلیون یورو مالي مرسته د رسمي پروسې له ترسره کولو وروسته د افغانستان ملي بودیجې ته ور زیاته شي.
همدا شان په دې ناسته کې د مالیې وزارت، اروپایي ټولنې او اړوندو دولتي بنسټونو ترمنځ د ۲۰۲۱ کال لپاره په نویو شاخصونو او د ژمنو په مسودې هوکړه وشوه. د یادونې وړ ده، چې د ۱۰۱ میلیون یورو نوې همکارۍ ترلاسه کولو په موخه به د دولت جوړونې نوی قرارداد د ۲۰۲۱ کال لپاره د افغانستان د مالیې وزارت او اروپایي ټولنې باصلاحیته مقاماتو تر منځ د روانې مېلادې میاشتې په وروستیو کې لاسلیک شي.
د دولت جوړونې قرارداد (State and Resilience Building Contract-SRBC) پروګرام " د اصلاحاتو تحقق پر بنسټ د مالي امتیازاتو ورکړه " ده، چې د اروپایي ټولنې له لوري له افغانستان سره په کلني ډول له ۱۰۰ میلیونه یورو د زیاتې مالي همکارۍ ژمنه څرګندوي.
