د روڼتیا رامنځته کېدو، فساد له منځه وړلو او د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه د مختلفو قشرونو له خلکو سره د مالیې وزارت د سرپرست مستقیمه ناسته وشوه

admin_mof
Sat, Jul 03 2021 8:19 AM
خبر

د روڼتیا رامنځته کېدو، اداري فساد له منځه وړلو او شکایتونو ته د رسېدو په موخه د مختلفو قشرونو له خلکو سره د مالیې وزارت د سرپرست مستقیمه ناسته د دې وزارت په خیبر هال کې ترسره شوه. په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس عبدالخالق سرابي، د ګمرکونو عمومي رئیسې امنه احمدي، یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو حضور درلود، د مالیې وزارت سرپرست له مختلفو اقشارو سره د لیدنې ترڅنګ د مختلفو قضایاوو، عوایدي سرچینو، د استخدام په برخه کې د اصلاحاتو راوستو او دولتي شرکتونو په برخه کې د دوی شکایتونه او ستونزې په مستقیمه توګه واورېدې. ورپسې د مالیې وزارت سرپرست اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه، څو مختلف شکایتونه او قضایاوې ډلبنډي کړي او د نافذه قوانینو په رڼا کې جدي رسېدنه ورته وکړي.

د یادونې وړ بولو، چې د مالیې وزارت سرپرست، د یوه کم ساري اقدام په ترسره کولو دې اړین امر ته پاملرنه وکړه او (د پنجشنبې په ورځو له ۱-۳ بجو پورې) یې د مختلفو قشرونو، مالیه ورکوونکو، ملي سوداګرو، د خصوصي سکټور استازو، عامو خلکو او... ته د لیدنې لپاره ځانګړې کړي، څو له دوی سره له نږدې وګوري او خبرې ورسره وکړي او د دوی د شکایتونو او ستونزو په اورېدو اړوند بنسټونه د نافذه قوانینو په چوکاټ کې لازمې او مقتضي پرېکړې وکړي.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS