له افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان همکاري زیاته او دوامداره کېږي

admin_mof
Sat, Jul 10 2021 8:24 AM
خبر

د مالیې وزارت د سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ، چې د ملګرو ملتونو سازمان د اسیا – پاسفیک سیمه ییز رئیس نیل بوني، د یوناما د پراختیایي برخې رئیس رمیز الکباروف او ورسره مل پلاوي، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او د یاد معینیت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکونې عمومي رئیس سهیل کاکړ هم حضور درلود، له افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان د همکاریو زیاتېدو او دوام په تړاو ناسته وشوه.

په دې ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او همکارو بنسټونو له لوري د اوږدمهال پراختیایي او رفاهي خدمتونو په وړاندې کولو هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. همدا راز ښاغلي بوني، د دوامداره همکاریو په برخه کې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د " One UN-One Budget" په نوم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د راتلونکو پنځو کلونو لپاره نوی پروګرام پیل شوی دی.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د نوي پروګرام هر کلی وکړ او د"On- Budget" د داخلي بودیجې لګښت او د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو سره یوشان یې د پروګرامو په پلي کولو ټینګار وکړ. د دې ترڅنګ دواړو لوریو د وچکالۍ کړکېچ باندې بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د واقع بینانه تدابیرو په رامنځته کېدو یې ټینګار وکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS