ټاکل شوې ده د مالیې او اقتصاد وزارتونو یو شمېر کارکوونکي د ماسټرۍ ترکچې د لوړو زده کړو د دوام په موخه قرغیزستان هېواد ته واستول شي

admin_mof
Sun, Aug 08 2021 8:27 AM
خبر

ټاکل شوې ده د مالیې او اقتصاد  وزارتونو  یو شمېر کارکوونکي د ماسټرۍ ترکچې د لوړو زده کړو د دوام په موخه قرغیزستان ته واستول شي د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه د مرکزي اسیا (UCA) پوهنتون سره چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (UNDP) پر غاړه لري، د اقتصادي پالیسیو (Executive Masters in Economic Policy) په برخه کې د ماسټرۍ ترکچې د لوړو زده کړو هوکړه لیک لاسلیک کړ. 

دغه پروګرام د (۱۴۰۰-۱۴۰۱) کلونو لپاره دی، چې د ۱۸۶ تنه نوماندانو په حضور کې چې د یادو ادارو له لوري را معرفي شوي وو، د روان کال زمري میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې د پالیسۍ معینیت د پالیسیو او برنامو د تحلیل رئیس فریدون شارق او په شرایطو د برابرو کسانو د ټاکلو کمېټې رئیس له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.

خبر

په شرایطو د برابرو کسانو د ټاکلو کمېټې؛ د بورسیو، د پروګرام د شرایطو، د غوښتنې د فورمونو ډکولو طریقه او د پروګرام د انتخاب معیارونه د پریزینټېشن له لارې ګډونوالو ته وړاندې کړل او په پای کې د نوماندانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د دغو محصلینو درسونه به له تقریري او تحریري ازموینې وروسته د روان کال د تلې په میاشت کې پیل شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS