د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشونو په اړه د مالیې وزارت خبرتیا
ګرانو هېوادوالو، لکه څنګه چې خبر یاست د معاشونو د ورکړې برېښنايي سیسټم(HRMIS) د جلالتماب جمهور رئیس د هدایت او د کابینې د هوکړې سره سم تازه په لار اچول شوی دی. دغه سیسټم (HRMIS) د معاشونو د چټکې او په وخت ورکړې په موخه پلی کېږي، چې د دغې پروسې له بشپړېدو سره سم به معاشونو په ټاکلي وخت ورکړل شي. پر دې اساس هغه اوازې چې له بېلابېلو دلیلونو سره د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې په اړه لاس په لاس کېږي، بې بنسټه دي؛ بلکې د مالیې وزارت په دې هڅه کې دی، چې په ټاکلي وخت غوره خدمتونو وړاندې کړي.
