یو شمېر دولتي شرکتونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول

admin_mof
Mon, Oct 11 2021 5:00 PM
خبر

د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست او د مالیې وزارت د وړانډيز پر بنسټ د کاري بهیر روان ساتلو او نظم راتلو په موخه یو شمېر دولتي شرکتونو ته نوي رئیسان ور وپېژندل سول.

۱- اینجینر فرید احمد حافظ، د هوټلونو دولتي شرکت د سرپرست رئیس په توګه معرفي سو. نوموړی د اقتصاد په برخه کي لیسانس او په فایننس کي ماسټري لري.

۲- غلام عمر عبدالله، د مکروریانونو د حفظ او مراقبت ریاست د سرپرست رئیس په توګه، نوموړی د ریاضیاتو او احصائې په برخه کي ماسټري لري.

۳- مولوي عبدالرزاق رفیع، د ارزاق دولتي شرکت د سرپرست رئیس په توګه د یادي ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.

خبر

د یادوني وړده، چي د دولت رهبری یاد سوي کسان د وړتیا او مسلکيتوب له مخي ذکر سویو ریاستونو او ادارو ته ور وپېژندل، چي د دغو کسانو له ګمارني سره به د اړوندو ادارو چاري په مسلکي او غوره توګه مخته ولاړي سي.