د اقا خان پراختیايي شبکه (AKDN) په هېواد کي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي
د مالیې وزارت پالیسۍ معین او د اقا خان پراختیايي شبکي(AKDN) د ځانګړو استازو تر منځ ناسته ترسره سوه، په دې ناسته کي د پراختیايي پروژو د تطبیق څرنګوالي په هکله هر اړخیزه خبري اتري وسوې. د یادي شبکې ځانګړو استازو په هېواد کي د دې شبکي اړوندو ټولو مؤسسو د فعالیت د دوام په اړه ډاډ ورکړ.
