افغان پلاوی له پاکستان سره د مضاعفې مالیې(Double Taxation ) ورکړي د مخنیوي پر څرنګوالي خبري کوي

admin_mof
Wed, Dec 29 2021 3:02 PM
خبر

د. ا.ا.ا دمالیې وزارت با صلاحیته څلور کسیزه پلاوي ګاونډي هیواد پاکستان ته سفر وکړ

په دې پلاوي کي چي مشري یې د مالیې وزارت د عوایدو دعمومي ریاست د بررسۍ رئیس عصمت الله سلیمي کوي د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي، د عوایدو تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري او د مالیې وزارت سلاکار نجیب احمدزی یې ملتیا کوي.

د یاد سفر اصلي موخه د مضاعفې مالیې د ورکړي د څرنګوالي او مخنیوي په تړاو بحث او خبري کول دي.

د مضاعفې مالیې یا (Double Taxation ) د ورکړي په تړاو لومړی پړاو ناسته په ۲۰۱۶ کي ترسره سوې وه، چي په لومړي پړاو کي دواړه لوریو پر یو شمېر مادو هوکړه کړې وه ولي یو شمېر نوري مادې پاته وې.

په دې وروستیو کي د مالیې وزیر پاکستان ته سفر وکړ او د دواړو لوريو ترمنځ د بحث ټکی یو هم د مضاعفې مالیې د ورکړي مخنیوی وو. د مالیې وزیر له راستنېدو وروسته مسؤلینو ته هدایت ورکړ، چي د دې موضوع د روښانه کولو او څېړلو په موخه یو با صلاحیته پلاوی پاکستان ته واستوي، چي ددې سفر نېټه د ډسامبر میاشتي له ۲۸ تر ۳۰ مې پوري د دواړو لوریو له خوا هم تائید سول.

په دې هوکړه لیک کي د دوه اړخیزه مالیو پر ورکړه خبري کيږي، هغه سوداګر چي هم په افغانستان او هم په پاکستان کي فعالیت لري، په دواړو هیوادونو کي مالیه کېدل د هوکړه لیک له موافقې وروسته به له دواړو هیوادونو په یوه هیواد کي مالیه ورڅخه اخیستل کيږي. دا په داسي حال کي ده چي افغانستان اوس کولای سي، سره له دې چې په رسمیت نه دی پېژندل سوی او له نړیوالو سیاسي او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، له نړیوالو سره خپل اقتصادي تعاملات وپالي، ترڅو د افغانستان اقتصادي ودي او پرمختګ ته لاره هواره کړي، کورنۍ او بهرنۍ پانګوني راجلب کړي او د اقتصاد په رغونه کي مثبت او کوټلي ګامونه پورته کړي. د مضاعفې مالیې د ورکړي یا (Double Taxation ) په تړاو باندي تر دې مخکي له متحده عربي اماراتو، ایران او ترکیې سره هم هیله بخښوونکي خبري سوي وې.

بايد وویل سي، چي دغه مذاکرات د مرغومي میاشتي له ۸ مي نېټې پیل او د درو ورځو لپاره به دوام وکړي.

زموږ هیله دا ده چي دغه هوکړه د مذاکراتو په دې پړاو کي بشپړ سي او له هغه وروسته د دواړو لوریو له خوا د پلي کېدو وړ وګرځي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS