پر عایداتو د مالیاتو او عمومي محاسبې د ارزونې روزنیز پروګرام فارغینو ته سندونه ورکړل سول

admin_mof
Sun, Apr 03 2022 10:38 AM
خبر

د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست او عوایدو عمومي ریاست په همغږۍ نوو ګمارل سوو کارکوونکو ته پر عایداتو د مالیاتو او عمومي محاسبې د ارزوني له ۱۰ورځني رونیز پرواګرام وروسته د فراغت سندونه ووېشل سول. د دغه پروګرام له بشپړېدو وروسته د دواړو ریاستونو له خوا ټاکل سوي کمېټې له ګډونوالو د ارزوني ازموینه ترسره کړه، چي په پایله کي فارغ سوي کسان ښه وځلېدل او څرګنده سوه، چي له دې پروګرام څخه یې په ښه توګه ګټه اخیستې.

د سندونو د ورکړي په مراسمو کي مولوي احمد شاه شاکر، نوو ګمارل سوو کارکوونکو ته د سندونو تر لاسه کولو او زده کړو په تړاو وویل، چي له ترسره سوو زده کړو دي په خپل کاري چاپېریال کې هر اړخیزه ګټه پورته او په کاري بهیر کي دي ترې عملي استفاده وکړي او د دې ترڅنګ خپلو دندو ته دي په پوره صداقت او هيوادنۍ مینه ادامه ورکړي.

خبر

عبدالحق اکبري د بهرنیو اړیکو  امر په خپلو خبرو کي له فارغ سوو کارکوونکو وغوښتل، چي له څو ورځنیو زده کړو څخه په ګټه اخیستنه دي خپلي حاضرۍ ته پابند واوسي او ور سپارل سوي مسؤلیتونه دې په پوره دقت او کاري انرژۍ ترسره کړي.

خبر

فارغ سوو کسانو د مالیې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چي دوی به د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت په چوکاټ کي هر راز ستړیا ګالي او د هیواد د ابادۍ لپاره به په بشپړه ایماندارۍ دنده ترسره کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS