د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون ناسته ترسره سوه

admin_mof
Sun, Apr 03 2022 12:23 PM
خبر

د ریاست ‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ناسته ترسره سوه.

 په دې ناسته کي چي د مالیي وزارت مسؤلینو هم ګدون درلود، د مالیې وزارت اړوند پرېکړي وسوې: «چي د مکروریانو د مراقبت او ساتني دولتي شرکت» دي د اونکس شرکت اړوند د عزیزي پلازا ودانۍ او B1 او B2 مکروریانو د کانالیزاسیون لګښت چي في مترمربع لس افغانۍ دئ، له دې وروسته شپږ افغانۍ واخلي. همداراز د یاد کمېسیون لخوا د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کي له پاکستان سره پر پوله د ګډ ګمرک جوړولو موضوع د ښارجوړوني وزارت ته وسپارل سوه، څو یې په اړه هر اړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندي کړي.

خبر

یاد کمېسیون همدارنګه پرېکړه وکړه چې د کابل ترافیکو ریاست عواید چي مخکي د کابل ښاروالۍ بودیجې ته جمع کېدل بېرته د کورنیو چارو وزارت عوایدو ته جمع او که کابل ښاروالي د بودیجې له کسر سره مخ سي، د یاد کمېسیون د هدایت پر اساس به مالیې وزارت ورته بودیجه ځانګړې کوي».

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS