د مالیې او عامې روغتیا وزیرانو پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ

admin_mof
Mon, Apr 11 2022 10:58 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد، د دواړو ادارو ترمنځ د غوره همغږۍ رامنځته کولو او دوه اړخیزه همکاریو پر ټینګښت  لیدنه او تفصیلي خبرې وکړې.

په دې لیدنه کي چي د دواړو ادارو یو شمېر مسؤلینو هم ګډون کړی وو، دواړو لورو د دوه اړخیزه همکارۍ په رامنځته کولو، د ابن سینا فارمسي شرکت د چارو د لا ښه تنظیم، د عامي روغتیا وزارت د نیمه کاره پاتي پروژو پر بشپړېدو، د نا بشپړو سوو پروژو پر مالي ستونزو او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو خبري وکړې.

د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد، د مالیې وزارت له سرپرست سره په خبرو کي وویل: موږ په تخنیکي او تخصصي برخه کي بشپړ مجرب پرسونل لرو، خو یوازي د پروژو د بشپړولو او ځینو برخو د تنظیم لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لرو، چي په دې تړاو د مالیې وزارت د همکارۍ غوښتونکي یوو.

خبر

د د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، نوموړي ته په مالي برخه کې د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل: د مالیې وزارت د روغتیا برخي ته ځانګړې پاملرنه لري، ترڅو د روغتیا سکټور د تل لپاره پر خپلو پښو ودرېږي او د مالیې وزارت به د خپلو مالي امکاناتو په پام کي نیولو سره هر راز مرسته کوي او د روغتیا سکټور ته به په مشترک ډول د مالي امکاناتو اسانه لاره او چاره لټوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS