د مالیې وزیر فاریاب ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
Tue, May 10 2022 3:02 PM
خبر

 مالیې وزارت سرپرست د هیواد د ګمرکونو او مستوفیتونو د کاري بهیر د ارزوني په لړ کي فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

د ماليې وزیر الحاج ملا هدايت بدري د مستوفیت چاري له نژدې وکتلې، د مسؤلینو او سوداګرو ستونزي او وړاندیزونه ئې واورېدل او ډاډ ئې ورکړ، چي یادي ستونزي به د وس تر بریده حلوي او ترڅنګ ئې ټولو مسؤلینو ته هدایت وکړ، چي د عوایدو راټولو په برخه کي له پوره صداقت او ایماندارۍ کار واخلي، له مراجعینو سره نېک چلند وکړي او پرې نږدي چي  سوداګرو ته ستونزي او مشکلات پیداسي.

خبر

 د یادونې وړ ده، چي تر دې مخکي د مالیې وزارت سرپرست د هرات ولایت له مسؤلینو، سوداګرو او صنعتکارانو سره هم لیدني کړي وې او د دوی ستونزي ئې اورېدلي وې او مسؤلینو ته یې د حل سپارښتني کړي وې.