د وزارتونو او دولتی ادارو د عایداتي برخي مسؤلینو ترمنځ ناسته ترسره سوه

admin_mof
Sun, Jun 05 2022 4:11 PM
خبر

د وزارتونو او دولتی ادارو د عایداتی برخې مسولینو ترمنځ دغه ناسته د عوایدو عمومي رئیس، معراج محمد معراج په مشرۍ، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس، امان الله امین او د بېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو د عایداتي برخې مسولینو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره سوه.

دغې ناستې کې د اړوندو مسولینو له لوري د ګزارشونو او وړاندیزونو له وړاندې کولو وروسته، په وزارتونو او دولتي ادارو کې د غیرمالیاتی عوایدو د کسر د بشپړاوي پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وسوې او د شته ستونزو د هواري لپاره مناسبې حللارې وړاندې سوې، همدارنګه ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره اړوندو برخو ته لازم هدایات وسول.

د عوایدو عمومي رئیس، معراج محمد معراج د راټولو شویو غیرمالیاتي عوایدو د زیاتوالي په موخه د ځینو اړوندو ادارو هڅې وستایلې او د هغو ادارو لپاره چې د غیرمالیاتي عوایدو په راټولو کې د ۱۴۰۱ کال غبرګولي ۳یمه نیټې پورې له ټاکلې موخې څخه وروسته پاتې دي، حل لاره وړاندې کړه او یادو برخو کې له مسولینو د لا همکارۍ غوښتونکی سو.د غیر مالیاتي عوایدو رئیس، امان الله امین ګډونوالو ته د لازمو لارښونو ترڅنګ، ټینګار وکړ، چې موږ باید له خپلو کورنیو عوایدو ملي بودیجه تمویل کړو. 

خبر

د یادونې وړ ده، د هرو دوو میاشتو په ورستیو کې، خپلو موخو ته د رسېدو او د ښکیلو اړخونو د کړنو ارزونې لپاره د مالیې وزارت، عوایدو عمومي ریاست کې ناستې ترسره کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS