د کورنۍ پلټني لوی رئیس فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Thu, Jun 23 2022 12:15 PM
خبر

د ولایتي سفرونو په لړ کي، د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد، په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني په موخه د فراه او نیمروز ولایتونو له ګمرکونو، مستوفیتونو او د دغو ادارو له اړونده دفترونو څخه لیدنه وکړه.  

ښاغلي خالد د یادو ادارو له مسؤلینو او کارکوونکو سره په خبرو کې د پلټني پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ، د تېرو پلټنو په لړکي د پلټونکو لخوا د ورکړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه یې وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د چارو د اصلاح او سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور یې له مرکز سره شریک کړي.

خبر

د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د حل په موخه به یې د مالیې وزارت له مشرتابه سره به يې شریکي کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS