مالیې وزارت کي د وګړو د جلب او جذب لپاره تر خدمت وړاندي روزني مقدماتي ناسته ترسره سوه

admin_mof
Tue, Jun 28 2022 5:31 PM
خبر

د مالیې وزارت د مستوفیت، مالي آمرینو او عوایدو برخه کي د وګړو د جلب او جذب لپاره تر خدمت وړاندي روزني مقدماتي ناسته په ماليې وزارت کي ترسره سوه.

په دغه ناسته کي چي د مالیې وزارت اړوند اداراتو رئیسانو ګډون درلود، د روزنیز نصاب او وخت ټاکني پر څرنګوالي بحث او خبري وسوې. په دغه ناسته کي پرېکړه وسوه، چي اړوند ادارې دي خپل روزنیز نصاب او درسي مهالوېش راتلونکو نژدې ورځو کي د مالیې وزارت له رهبرۍ سره د مشورې او د اړینو پرېکړو په موخه د دفتر لوی ریاست ته ور وسپاري.

خبر