د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Sat, Aug 20 2022 4:00 PM
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست یو پلاوي د چارو د کتني او ارزوني په موخه د کونړ او نورستان ولایتونو له مستوفیتونو، د کونړ ولایت ګمرک او همدارنګه د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس پخواني سرحدي چک پوسټ څخه چي اوسمهال د سرحدي پولیسو په واک کي ده، لیدنه وکړه او د نوموړو ولایتونو له مستوفیانو، ګمرک مدیر او همداراز د دغو ادارو له کارکوونکو سره په جلا غونډو کي ولیدل.

د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو له مسئولینو او کارکوونکو سره په لیدنو کي د چارو پر روڼتیا، تعهد، تخصص او همدارنګه د پلټني د ارزښت او اهمیت په اړه خبري وکړې، نوموړي د دغو ادارو له کارکوونکو څخه وغوښتل چي د عوایدو په راټولولو کي زیار وباسي؛ ترڅو هيواد د ځان بسایني پر لور حرکت وکړي. د کورنۍ پلټني لوی رئیس زیاته کړه، زموږ د هيواد دښمنان هڅه کوي چي افغانستان له اقتصادي پلوه وځپي؛ خو که چیرې موږ او تاسي په ریښتني توګه کوښښ او کار وکړو؛ نو د څښتن تعالی په مرسته به زموږ دښمنان په دغه ډګر کي هم له ماتي سره مخ سي. 

ښاغلي خالد او مل پلاوي یې د تېرو پلټنو په لړ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چي د چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور یې له مرکز سره شریک کړي.

خبر

همداسي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او د حل په موخه یې لازمي لارښووني او مشورې ورسره شریکي کړې. پلاوي همدارنګه ژمنه وکړه، چي د یادو ادارو هغه ستونزي، چي د مالیې وزارت مشرتابه یې باید په اړه پریکړه وکړي، د وزارت له مقام سره ډیر ژر شریکي کړي. 

خبر

د یادونې وړ ده، چي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د جلا غونډو په ترڅ کي د کنړ له والي ښاغلي مولوي ‌ٰطه او نورستان والي ښاغلي الحاج محمد آغا سره هم ولیدل. د کورنۍ پلټني لوی رئیس له دوی څخه وغوښتل چي د مالیې وزارت له اړونده ولایتي ادارو سره د عوایدو په راټولولو کي د تیر په څیر همکاري وکړي، چي د ښاغلو والیانو له لوري ورته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړل سو

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS