په هيواد کي د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل سوه

admin_mof
Sun, Sep 18 2022 3:30 PM
خبر

په هيواد کي د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې د پیل په تړاو خبري کنفرانس د مالیې وزارت په خیبر هال کي تر سره سو، په دغه کنفرانس کي د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس عبدالرحمن وقاد، د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل، یو شمېر مسؤلینو او رسنیو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې د پیل په تړاو وويل: « په ټول هيواد کي په لویه کچه بې اسناده موټر شتون لري، چي اکثره وخت د امنیتي او جنایي پېښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي او دولت ته د بې اسنادو موټرو د قانوني محصول نه تحویلول د ملي عوایدو د تیښتي سبب ګرځي؛ خو د مالیې وزارت د ګمرکونو لوي ریاست له لوري د جوړي سوي طرحي د عملي کېدو په صورت کي به په امنیتي او ترافیکي برخو کي ستونزي له منځه ولاړي سي، په ملي عوایدو کي به زیاتوالی راسي، د خلکو اقتصادي او ټولنیزي ستونزي به کمي سي».

د ګمرکونو د پلان جوړوني پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس عبدالرحمن وقاد د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې په تړاو تخنیکي معلومات ورکړل او وې ویل: « بې اسناده موټرونه، چي د هیواد دننه شتون لري او یا هم په ټاکل سوې موده کي هیواد ته واردېږي د یادي طرحي په اساس د پخوانیو ګمرکي او ترافیکي جریمو څخه معاف دي، له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۰ ماډل پوري ۶۰٪تخفیف، له ۲۰۰۱ ماډل څخه تر ۲۰۰۹ ماډل پوري ۵۰٪ تخفیف، له ۲۰۱۰ماډل څخه تر ۲۰۱۲ ماډل پوري ۲۵٪ تخفیف، له ۲۰۱۳ ماډل څخه تر ۲۰۲۲ پوري صفر ٪ تخفیف ورکول کيږي ». 

خبر

د یادونې وړده، چي د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول د پروسې یاده طرحه د شپږو میاشتو لپاره تصویب سوې، چي یوازي د افغانستان قانوني مسیر لرونکي موټر د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري په ټولو کې ګمرکونو ثبت او محصولېږي او له شپږو میاشتو وروسته یاده پروسه په هیڅ ډول د تمدید وړ نه ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS