د ننګرهار په ګمرک کي د قاچاقو مخنیوی وسو
د ننګرهار ګمرک امنیتي مفرزې ګرځنده څارني ټیم د دغه ولایت په ډرونټي سیمه کي څلور مازدا ډوله موټر په داسي حال کي نیولي، چي له طبي درملو او تعمیراتي مسطحو څخه ډک ول او له ګمرکي محصول پرته ګاونډي هېواد ته قاچاق کېدل.
د یادې مفرزې د راپور له مخي دغه توکي د ګمرکي زړورو پوليسو د ۲۴ ساعته هڅو او زحمتونو له امله کشف او ضبط سول او د نورو اجرائتو په موخه د ننګرهار ولايت د ګمرک رياست ته وسپارل سول.
د یادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي د مالیې وزارت ګمرکي ساتونکي د هيواد په یو شمېر ګمرکونو کي ستري لاسته راوړني لرلي او د نامحصول توکو د قاچاق او واردولو مخه یې نیولې ده.