د متوازنو نمرو کارټ په اړه روزنیز پروگرام وړاندي سو

admin_mof
Sun, Oct 16 2022 9:20 AM
خبر

 د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت مسؤلینو او کارمندانو ته د متوازنو نمرو کارټ (Balanced Score Card) روزنیز پروگرام د دغه شرکت د رئیس ښاغلي پوهنمل غلام عمر عبدالله له لوري یادو کارکوونکو ته وړاندی سو.

په دغه یو ورځني ورکشاپ کي د شرکت محترمو معاونینو، آمرینو او عمومي مدیرانو ته د متوازنو نمرو کارټ تعریف، په دولتي شرکتونو کي د هغه د پلي کولوڅرنگوالی، عمومي معیارونه، د متوازنو نمرو کارټ د پلي کولو پړاوونه او نور مهم موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل سول.

د متوازنو نمرو کارټ موخه د یوه شرکت د مالي لید، پېرودونکي لید، عملیاتي پړاوونو لید، زده‌کړي او ودي لید ارزونه ده، چي په  پام کي نیولو سره به یې د اړونده شرکت د پرمختگ سبب وگرځي.

دغه راز د متوازنو نمرو کارټ د یوې عملي وسیلې په توگه ترتیب سوی، چي له مخي یې د ټاکل سوو معیارونو پر بنسټ د دولتي شرکتونو اجرایوي رهبرۍ ارزونه وسي او معلومه سي، ایا د هغوی کړني د قناعت وړ دي که نه.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت رهبرۍ د متوازنو نمرو کارټ د ارزوني لپاره بشپړ چمتووالی هم نیولی دی.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS