د غیر مالیاتي عوایدو زیاتوالی

admin_mof
Sun, Oct 16 2022 3:06 PM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۰۱ هـ ل کال د وري میاشتي له لومړۍ نېټې څخه د روان کال د تلي میاشتي تر (۲۱) نېټې پوري (۳۳) میلیارده او (۳۵۶) میلیونه افغانۍ غیر مالیاتي عواید راټول کړي او د هيواد بیت المال ته یې تحویل کړي، چي د تېر نظام په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.