د روزنیزو پروګرامونو ممتازو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل سول

admin_mof
Mon, Oct 31 2022 3:53 PM
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني عمومي ریاست له لوري په لاره اچول سوو رونیزو پرګرامونو د ګټورتوب غونډه د کورنۍ پلټني عمومي رئیس عبدالطیف خالد، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او اړوندو ادارو د یو شمیر مسؤلینو، ترینرانو او د روزنیزونو پروګرامونو د ممتازو ګډونوالو په ګډون د مالیې وزارت په خیبر صالون کې ترسره سوه.

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني عمومي رئيس عبدالطیف خالد د ګمرکونو، مستوفیتونو او د کورنۍ پلټني عمومي ریاست د مسلکي ترینرانو څخه مننه وکړه، چي نوي ګمارل سوي کارکونکو ته یې کټوره روزنه ورکړه، نوموړي زیاته کړه چي نننۍ ناسته روزنیزو پروګرامونو ته د اهمیت ورکولو او په روزنیزو پروګرامونو کي د لوړو نمرو اخیستونکو  کارکوونکو د معنوي هڅوني په موخه جوړه سوې ده.

د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر د لوړو نمرو اخیستونکو ګډونوالو ته د مبارکي ویلو تر څنګ د کورنۍ پلټني عمومی رئیس څخه د یاد ریاست د کارکونکو د ظرفیت لوړوني له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي پلټونکي په یوه اداره کي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکونکو حیثیت لري او د نظام د پیاوړتیا په برخه کي مهم رول ادا‌ء کوي.

خبر

د غونډي په پای کي یو شمیر ترینرانو او د روزنیزو پروګرامونو ممتازو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکول سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS