ترکیه د افغان دولتي شرکتونو همکارۍ ته چمتو ده

admin_mof
Sat, Nov 05 2022 6:38 PM

د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی، چي د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او د مالیې وزارت استازي یې هم ملتیا کوله؛ ترکیې ته د خپل رسمي سفر په لړ کي د ترکیې هيواد د ماليې له محترم وزیر سره د ملي عوایدو، ګمرکونو او د افغانستان مالیې وزارت اړوند د دولتي شرکتونو د ودي او نورو مهمو مالي چارو په تړاو مهمه او ګټوره لېدنه کړې ده.

په دغه کتنه کي د ترکیې د مالیې وزیر د افغانستان د دولتي شرکتونو د ملاتړ، ودي او پرمختګ په برخه کي د همکارۍ پوره لیوالتیا ښودلې او ژمنه یې کړې، چي ډیر ژر به په دې اړه د افغانستان مالیې وزارت له محترمو مسؤلینو سره له نږدې خبري وکړي، چي څنګه کېدلای سي افغان دولتي شرکتونو ته د پرمختګ لازمي اسانتیاوي برابري کړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS