د بي اسنادو (یوکلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي په چتکۍ سره روانه ده

admin_mof
Sat, Dec 10 2022 4:41 PM
خبر

د بې اسنادو افغانستان لاس موتړو د ثبت او محصول کړنلاره چي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون له لوري تائید سوې اوسمهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي په چټکۍ او شفافه توګه روانه ده.
د روان ۱۴۰۱ مالي کال د لیندۍ میاشتي تر ۱۵مې نېټې پوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کي ۱۷۲۴ بې اسناده د افغانستان لاس موټر محصول سوي دي، چي له دې درکه ۱۰۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول او دولت خزانې ته سپارل سوي دي.
د بې اسنادو افغانستان لاس موټرو د ثبت او محصول پروسه چي د روان ۱۴۴۴ل کال د ۸ میاشتي تر ۱۸ نېټې به د هیواد په ټولو ګمرکونو کي دوام ولري، د ګمرکونو لوی ریاست د یادو موټرو له هغو مالکینو څخه په درنښت هیله کوي، چي تر اوسه یې خپل موټر نه وي محصول کړي له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو او ژر تر ژره خپل موټر محصول او قانوني سندونه ورته واخلي.
د یادوني وړ ده چي په یاده پروسه کي د بې اسنادو موټرو د محصول لپاره د ا.ا.ا له لوري د پام وړ تخفیف په نظر کي نیول سوې او په پای ته رسېدو سره بیا د تمدید وړ نه ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS