د ګمرکونو لوی ریاست نوی عملیاتي مرستیال معرفي شو

admin_mof
Wed, Dec 14 2022 10:44 AM
خبر

مولوي سیف الدین د مالیې وزارت د ګمرکونو عملیاتي معاونیت د نوي مرستیال په توګه د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې پیژند غونډه کې چې د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس وویل چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري د عملیاتي معاونیت د پخواني مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند د تر سره شویو خدمتونو څخه منندوی یوو. نوموړي نوي ګمارل شوي مرستیال ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او ټولو همکارانو ته یې سپارښتنه ورکړه چې له نوموړي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

خبر

د یادونې وړ ده چې ښاغلي مولوي سیف الدین له دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابیلو برخو کې دندې تر سره کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS