د مزارشریف د سري  او برېښنا (کود او برق) د تولید دولتي شرکت د راتلونکي تولیدي کال متوقعه د کیمیاوي سرې داوطلبۍ ته وړاندي سوه

admin_mof
Tue, Jan 03 2023 3:35 PM
خبر

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند مزارشریف د سرې او برېښنا د تولید دولتي شرکت، تولیدیدونکې متوقعه کیمیاوي سره د پلور په موخه آزادي مزایدې ته وړاندي سوه.

د آزادي مزایدې (داوطلبۍ) په دې مراسمو کي د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس ښاغلی الحاج مولوي عبدالحمید آخندزاده، د دولتي شرکتونو عمومي ریاست، تجارتي رئیس نوید احمد عازم، سوداګرو، رئیسانو، آمرینو، د مزارشریف د سري او برښنا دولتي شرکت سرپرست رئیس او د یاد دولتي شرکت نورو مسؤلینو هم ګډون کړی وو. د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي عبدالحمید اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ او په دغه داوطلبۍ کې د خیر او برکت په غوښتلو سره وویل، چي ملي سوداګر د هیواد پانګه ده او موږ غواړو چې دوی ته ښه او مناسب قیمتونه وړاندي کړو. هر څه مو د خپل هیواد دي او خپل ملي سوداګر یې پېري او بیا یې د هیواد مهم قشر چي بزګران دي ورته وړاندي کوي. موږ له دوی سره په چارو کي شریک یو او دا اسلامي نظام هم د هیواد د اتلو سوداګرو پر پیسو ولاړ دئ 

د دواطلبۍ په دغه غونډه کي د یاد دولتي شرکت تولیديدونکې کیمیاوي سره (یوریا کود) د اوو(۷) خصوصي شرکتونو ترمنځ مزایدې ته وړاندي سوه، چي د یادي داوطلبۍ په پایله کې د عبدالحنان شرکت لخوا د ۲۵۶۰ افغانۍ نرخ په وړاندي کولو سره ګټونکی وپېژندل سو. دغه خصوصي انفرادي شرکت کولای سي له دې وروسته د کود او برق دولتي شرکت تولید سوې کیمیاوي سره وپېري او د هیوادو بزګرانو ته یې په غوره او ښه قیمت وړاندي کړي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي په نوموړې مزایده کي د افغان کارټ دولتي شرکت هم ګډون کړی وو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS