د ۱۴۰۱ مالي منځني کال بودیجه 

admin_mof
Tue, Jan 17 2023 11:52 AM

د مالیې وزارت د ملي بودیجې لوی ریاست د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون او د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په هدایت د ۱۴۰۱ مالي کال د منځني کال بودیجې سند چمتو کړ، چي خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري تائید او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې تصویب او منظور سو.

د روان کال په پیل کي ټوله ملي بودیجه ۲۳۱،۴ میلیارده افغانۍ اټکل سوې وه، چي له دې جملې څخه ۲۰۳ میلیارډه افغانۍ لوړه بودیجه او ۲۷.۹ میلیارډه افغانۍ پراختیايي بودجه وه؛ خو د یو شمېر ادارو د اړتیاوو په نظر کي نیولو سره د نیمایي کال بودیجې له بیا کتني وروسته، د بودیجې ټوله کچه ۲۳۹ میلیارده افغانیو ته لوړه سوه.

همدارنګه د نیمایي کال بودیجې له بیا کتني وروسته، له کورنیو عوایدو څخه د ملي بودیجې تمویل ۱۹۸،۷ میلیارډه افغانیو ته رسېدلی، چي د اټکل سوي شمېرې په پرتله ۱۲ میلیارډه افغانۍ زیاتوالی ښيي او د بودیجې کسرهم د کال په پیل کي د سوي وړاندویني په پرتله ۴.۳ میلیارډه افغانۍ کم سوی دئ.

د یادولو وړ ده چي د بودیجې عمومي ریاست هر کال د ملي بودجې د بیاکتني سند د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون د ۴۲ مادې پر بنسټ تنظیموي. د منځني کال بودیجې د بیاکتنې موخه د هغو تعدیلاتو چمتو کول دي، چي د کابینې لخوا تصویب سوي وي. دغه ریاست د مالي کال په لړ کي د لومړیتوب لرونکو پروژو د لګښتونو د پوره کولو په موخه د منځني کال د بودیجې چمتو سوی سند د تصویب په موخه له کابینې سره شریکوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS