د افغانستان او ګاونډي هيواد پاکستان ترمنځ د مضاعفو مالياتو يا (Double Taxation) د مخنيوي په هکله درېيمه تخنيکي درې ورځنۍ ناسته تر سره سوه

admin_mof
Mon, Feb 06 2023 12:26 PM
خبر

د مضاعفو مالياتو د مخنيوي تړونونه يا (DTA)  د هيوادونو ترمنځ د دوه اړخېزو اقتصادي او سوداګرۍ د ودي، تشويق او مالياتي سهولتونو د ايجاد په موخه لاسليک کېږي، چي له مخي به ئې سوداګرو ته دوه اړخېزه مالياتي سهولتونه ايجادېږي او د باندنۍ سرمايې د جلب سبب کېږي.

د ماليې وزارت هڅه کوي، چي د بېلا بېلو هيوادونو سره د مضاعفو مالياتو د مخنيوي تړونونه لاسليک کړي؛ ترڅو د دې تړونونو په وسيله و کولای سي، افغاني تجارانو ته په بهرني هيوادونو کي مالياتي سهولتونه ايجاد کړي او هم د بهرني هيوادونو څخه بهرني سوداګر افغانستان ته را جلب کړي او په افغانستان کي سرمايه ګذاري وکړي، چي دا دئ اوس د ګاونډي هيواد پاکستان سره د مضاعفو مالياتو د مخنيوي تړون، چي دوې تخنيکي ناستي ئې د تېر يوه کال په جريان کي سوي او درېيمه تخنيکي ناسته، چي نهايي ناسته وه، د فبروري له ۱ـ ۳ پوري په اسلام آباد کي ترسره سوه، چي پکښي د افغانستان په استازيتوب د ماليې وزارت اړوند د عوايدو د حقوقي خدمتونو د رئيس نداء محمد صديقي تر مشرۍ لاندي تخنيکي ټېم، چي د عوايدو تخنيکي مرستيال، ښاغلی عبدالولي نوري، د لوی اقتصاد او مالي پاليسيو رئيس ښاغلی نجيب احمدزی او د عوايدو د نړيوالو مالياتو آمر ښاغلی هدايت الله جلال ئې غړيتوب درلودی، ګډون کړی وو، چي په نتيجه کي د افغانستان او پاکستان هيوادونو ترمنځ د مضاعفو مالياتو د مخنيوي تړون مسوده په تخنيکي لحاظ تکميل او د امضاء له پاره اماده سوه، چي په نږدې راتلونکي کي به ان شاء الله د باصلاحيته مسئولينو له لوري په کابل کي امضاء سي.

خبر

د يادوني وړه ده، چي تر دې ترمخه د افغانستان له لوري د عربي متحده امارتو سره هم د مضاعفو مالياتو د مخنيوي تړون يا (DTA) د پرله پسې تخنيکي ناستو په ترڅ کي ئې مسوده تکميل سوې او د لاسليک له پاره اماده ده.  همدارنګه د ګاونډي هيواد ايران او ترکيې هيواد سره هم د افغانستان له لوري د مضاعفو مالياتو د مخنيوي تړونونو باندي تخنيکي پرله پسې ناستي سوي دي او په نږدې راتلونکي کي به ئې مسودې تکميل او د لاسليک له پاره به اماده سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS