د ماليې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري په افغانستان کي د يوناما د مرستیال ښاغلي رامز الاکبروف سره وکتل.

admin_mof
Sat, Feb 11 2023 12:29 PM
خبر

په دې کتنه کي د مالیې وزیر تر ښه راغلاست وروسته د ښاغلي اکبروف څخه مننه وکړه چي په تېرو ۱۵ میاشتو کي يې د افغانستان لپاره بشري مرستي ښه مدیريت کړي دي، د ماليې وزارت تل هڅه کوي چي په دې برخه کي لا ډیر سهولتونه ايجاد کړي.
وزیر صاحب یادونه وکړه، چي په شمال کي د امو سيند تخريباتو يو لوی بشري ناورين رامنځته کړی دئ او که مخه یې ونه نیول سي؛ نو د تخریب ساحه به یې لا پراخه سي، دې ناورين په پنځو ولایتونو کي په سلهاوو کلي او په زرهاوو انسانان او په لسهاوو زره هيکټاره زراعتي مځکه متأثره کړې ده؛ همدارنګه یو لوی معدن، آی خانم او په شمال کي ترانزیټي لاره ددې سیند د تخريب د ګواښ سره مخ دي.
ددې ستر ناورين د مخنيوي لپاره چي څومره مصارفو ته ضرورت دئ، اوس يې دولت توان نه لري؛ خو دا چي يوناما په دې برخه کي فعالیت کوي، نو بلنه درکوو چي ددې لوی بشري ناورين په مخنيوي کي هر اړخیزه مرسته وکړئ.
د يوناما مرستيال ښاغلی اکبروف د سيند د تخريب او زيانونو په هکله خپله ډاډ ګيرنه وړاندي کړله او یادونه يې وکړه، چي يوناما تل هڅه کوي چي په هغه ساحو کي خپلي مرستي وکړي، چي عام او بې وزله خلګ ور څخه متضرره کيږي، ددې موضوع په هکله به هم موږ د خپلو مرسته کوونکو سره تفصیلي بحث وکړو او پوره کوښښ به وکړو، چي ددې تخريب په مخنيوي کي خپله همکاري وکړو

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS