د مستوفیتونو د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

admin_mof
Mon, Feb 27 2023 3:06 PM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د خزاینو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو لپاره انلاین روزنیز پروګرام پیل سو.

په دې پروګرام کي چي د مالیې وزارت په خیبر هال کي پیل سو، د بشري سرچینو رئيس مولوي احمدشاه شاکر، د خزاینو عمومي رياست د نقدي پلان جوړوني رئیس پوهنیار ستارالدين معتصم او د يادو رياستونو يو شمېر کارکوونکو ګډون کړى وو.

د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د دغه پروګرام په پرانیسته کي وویل، چي د روزنیزو پروګرامونو دغه لړۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د هر کارکوونکي د مسلکي ظرفیت او وړتیاوو د لوړولو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه تر سره کېږي. د کارکونکو وړتیا لوړول له یوې خوا د کارونو په غوره او قانوني اجراآتو کي مرسته کوي او له بلي خوا د خلکو د رضایت لامل کېږي؛ نو له تاسو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چي له دې پروګرامونو څخه د خپلو وړتیاوو د لوړولو په برخه کي کار واخلئ او د ادارې او خلکو پر وړاندي خپل وجداني او ایماني مسولیت ادا کړئ.

خبر

د خزاینو لوی ریاست د نقدي پلان جوړوني رئیس پوهنیار ستارالدین معتصم د غونډي ګډونوالو ته وویل، چي کنټرولران په ادارو او بودیجوي واحدونو کي خورا مهم رول لري. که دوی وړتيا او مسلکي پوهه ولري او خپل مسووليت وپيژني، کارونه به ېې په چټکۍ سره تر سره سي، که نه نو مالي بهير به له ستونزو سره مخ سي. نوموړي له ګډونوالو څخه غوښتنه کوو، چي له دغو پروګرامونو څخه ګټه واخلي او خپلي وړتیا ته وده ورکړي، ترڅو کارونه په ښه توګه ترسره سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS