د کورنۍ پلټني لوی رئيس او ورسره مل پلاوي پروان او کاپیسا ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Sat, Mar 18 2023 2:52 PM
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ پلاوي د چارو د ارزوني په موخه پروان او کاپیسا ولایتونو ته سفر وکړ او د دغه ولایتونو له مستوفیتونو څخه ئې له نږدې لیدنه وکړه.

په همدغه مناسبت په جلا غونډه کي د پروان ولایت مستوفي ښاغلي مفتي کفایت الله حقاني او د کاپیسا ولایت مستوفي ښاغلي مولوي عبدالاحد ذوالفقار د کورنۍ پلټنې لوی ریاست پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د دوی د هڅو او ژمنتیا ستاینه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د چارو د اصلاح او سمون په موخه به زیار باسي، ترڅو د پلټونکو اصلاحي سپارښتني عملي او د کورنۍ پلټني لوی ریاست ته  ډاډ ورکړي.

ورپسې د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد د پلټني په اهمیت او ارزښت خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي افغانستان الحمدلله اوس یو خپلواک او په ځان بسیا هيواد دئ. د نوموړي، په وینا د مالیې وزارت توانېدلی، چي یو ځل بیا سږکال خپل عوایدي هدف ته ځان ورسوي او د بوديجوي کسر څخه تر ډېره بریده مخنیوی وکړي. ښاغلي خالد ټینګار وکړ، چي د پلټني یوازینۍ موخه په اداره کي اصلاح او روڼتیا رامنځته کول دي؛ نو له همدې کبله د کورنۍ پلټني لوی ریاست هڅه کوي، چي د چارو د سمون لپاره خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي. 

د یادوني وړ ده، چي یادو مستوفیتونو د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د پلټونکو له لوري ورکړل سوي ډيري اصلاحي سپارښتني تطبیق کړي دي او د پاته سپارښتنو د ژر تر ژره عملي کولو ډاډ ئې ورکړ.

خبر

همدارنګه پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کي، د کورنۍ پلټني لوی رئیس د پروان ولایت له والي ښاغلي الحاج مولوي عبیدالله امین زاده او مرستیال والي ښاغلي مفتي محمد ادریس انوري سره په داسي حال کي، چي د پروان ولایت مستوفي ښاغلي مفتي کفایت الله حقاني حضور درلود، ولیدل. په دغه غونډه کي د پروان ولایت مستوفي د یاد ولایت په مستوفیت کي، د خپلو کړنو او د چارو د څرنګوالي په اړه راغلي پلاوي ته بشپړ معلومات وړاندي کړل. د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس سره په خبرو کي د پروان ولایت والي د مستوفیت له لوري د ښار په مختلفو برخو کي د اصنافو د درجه بندۍ، له فساد څخه د مخنیوي او د اصنافو د غوره مدیریت په اړه د مستوفیت د کړنو ستاینه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د مالیاتو او عوایدو د راټولولو په برخه کي د لا زیاتي روڼتیا په موخه به د پروان ولایت له مستوفیت سره خپلي هراړخیزي همکارۍ ته د تل په څېر دوام ورکوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS