د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډي د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور لخوا د اړتیا وړ نفتي موادو او مایع ګازو د وېش طرزالعمل تائید کړ

admin_mof
Thu, Mar 30 2023 11:50 AM
خبر

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د مالیې وزارت د استازي او د دغه شرکت مدیره پلاوي د رئیس سلطان محمد زبیر په مشرۍ د دولتي شرکتونو عمومي ریاست په تالار کي ترسره سوه.
په دې غونډه کي له اجنډا سره سم په بغلان ولايت کي د تاله او برفک د تېلو پمپ د څلور مياشتني فعالیت په ځنډېدو، د حيرتان د نفتو او ګازو رياست اړوند د (١٨) قطعې ځمکي د برخليک، د نفتو او ګازو شرکت د جایدادونو د طرزالعمل، د مؤسسو، دولتي ادارو، بنسټونو او خصوصي سکټور د اړتیا وړ نفتو او مایع ګازو د موادو وېش، د (۱۴۰۲) کال تدارکاتي پلان، د (۱۴۰۲) کال مالي پلان، د شرکت پنځه کلن ستراتیژیک پلان، د هلمند ولایت د لښکرګاه د پمپ سټېشن د قراردادي ستونزي د حل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او اړیني پرېکړي وسوې.
د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مدیره پلاوي د غونډي له هر اړخیزو بحثونو وروسته د دغه شرکت د (۱۴۰۲) کال لپاره مالي او تدارکاتي پلان او وړاندي سوي طرزالعملونه تائید کړل.
همدا راز د مدیره پلاوي غونډي لارښوونه وکړه، چي پنځه کلن ستراتیژیک پلان دي د لا زیاتي همکارۍ او غني کولو په موخه د دولتي شرکتونو له عمومي ریاست سره شریک سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS