د ګمرکونو لوی رئیس له یو شمېر سوداګرو او د صنعتي فابریکو له استازو سره وکتل

admin_mof
Thu, May 18 2023 9:11 AM
خبر

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د بطریو د واردونکو شرکتونو او د بطریو د سُربو تولیدونکو فابریکو له استازو سره،  د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وکتل.

په دې ناسته کي د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال له افغانستان څخه د صادراتي سُربو د ګمرکي قیمت او افغانستان ته د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفې او قیمت په اړه د سوداګرو او صنعتکارانو غوښتني د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریکي کړې.

خبر

د ګمرکونو لوی رئیس د صادراتي سُربو د ګمرکي قیمت په برخه کي د سوداګرو غوښتنه ومنله او د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفې په اړه یې وویل، چي واردونکي شرکتونه او د بطریو تولیدونکي فابریکې دي، د سوداګرۍ او پانګوني او د صنعت او کانونو خونو له لاري د تعرفې د کموالي یا لوړوالي په اړه د ګمرکونو لوی ریاست ته عریضه وکړي او د ګمرکونو لوی ریاست به یاده موضوع د تعرفې کمېټې ته وړاندي کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS