د فراه ګمرک هم سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه ۲۴ ساعته فعالیت ته چمتو دی

admin_mof
Mon, Jun 05 2023 6:14 PM
خبر

د ګمرکونو عمومي ریاست هوډ لري، چي د فراه ګمرک د سوداګریزو توکو او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ۲۴ ساعته فعالیت لپاره چمتو کړي. د دې ګمرک ژمن مسؤلین او کارکوونکي شپه او ورځ چمتو دي، چي ستاسو د توکو ګمرکي پړاوونو د ترسره کولو لپاره، تر ۲۴ ساعتونو پوري فعالیت وکړي.
د فراه ګمرک د هیواد له مهمو ګمرکونو څخه شمېرل کیږي، چي اوس مهال هم ۱۶ ساعته ګمرکي فعالیت کوي. که چیرته سوداګر د یاد ګمرک له ۲۴ ساعته فعالیت سره موافق وي، کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د فراه ګمرک او یا هم د ګمرکونو لوی ریاست ته وسپاري. له دې وړاندي نیمروز ګمرک هم د سوداګریزو توکو د چټک طی مراحلو لپاره ۲۴ ساعته فعالیت ته چمتو والی ښودلی وو.
همداشان که سوداګر وغواړي، چي د هیواد په کچه د هر ګمرک فعالیت ۲۴ ساعته سي، د ګمرکونو لوی ریاست چمتو دی چي غوښتنه ئې ومني.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS