په مالیې وزارت کي د شپږو قراردادي (NTA) بستونو ازموینه واخیستل سوه

admin_mof
Thu, Jun 22 2023 12:55 PM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ۱۴۰۲ هـ ل کال د غبرګولي په ۳۰مه نېټه د دولتي شرکتونو لپاره د ۴ قراردادي بستونو (سوداګریز حقوقي ستر کارپوه، د سوداګرۍ د څېړني او پراختیا کارپوه، د عامه خصوصي مشارکت کارپوه او د ستراتیژیک او سوداګریز پلان د تحلیل او ارزوني کارپوه) او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو ریاست د ۲ قراردادي بستونو (د پالیسۍ او مالیاتو د تحلیل کارپوه) ازموینه د آزادي سیالۍ له لاري واخیسته.
دغه آزموینه د مالیې وزارت مالي او اداري لوی رئیس بلال احمد قریشي، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل او د دولتي شرکتونو سوداګریزي برخي د پانګوني د جلب آمر عبدالاحد احدي په حضور کي په شفاف ډول ترسره سوه، چي (۴۹) کسانو پکښي ګډون کړی وو.

خبر

د یادونې وړ ده چي د مالیې وزارت مشرتابه د شایسته سالارۍ اصل ته ژمن دی او هڅه کوي چې په خپلو اړوندو ادارو کي مسلکي، ژمن او صادق کسان وګماري او د شفافیت اصل په پام کي ونیسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS