د جینوا دوه اړخیزه ځواب ورکولو چوکاټ لومړنۍ تطبیقي ناسته وشوه

admin_mof
Tue, Feb 05 2019 12:48 PM
  تطبیقي شاخصونو لومړنۍ ناسته

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، په مشرۍ د جینوا کنفرانس تطبیقي شاخصونو لومړنۍ ناسته نن د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې تر سره شوه.

په دې ناسته کې د کلیو پراخیتا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کار ټولینیزو چارو شهیدانو او معلولینو، ټولګټو، بهرنیو چارو، ښار جوړونې او اراضي، اقتصاد او کانونو وزارتونو، ټاکنو کمېسیون، د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون، اداري اصلاحاتو کمېسیون، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو لویې ادارې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وزیرانو او استازو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د ګډونوالو له راتلو څخه د مننې ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل:" د دې ناستې د جوړېدو موخه د ۲۰۱۹- ۲۰۲۰ کلونو لپاره د جینوا دوه اړخیزه حساب ورکولو چوکاټ له سند  سره سم د دولتي ادارو او د افغانستان نړیوالو پراختیایي همکارانو ترمنځ د ګډو ژمنو بیا شریکول، د همغږۍ او لا پیاوړې کولو لپاره د لوړ پوړو چارواکو په کچه په اغېزمنه او ګټوره توګه د یادو ژمنو پلي کول او د مسؤلو برخو د ژمنو پلي کېدو پلان نهایي کول ده".  

د مالیې وزارت سرپرست له ټولو اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل، چې په هر اړخیزه توګه د ژمنو پلي کولو په پروسه کې همکاري وکړي.

اړوندو ادارو خپل تطبیقي راپورونه ناستې ته وړاندې کړل او د ګډونوالو له لوري د جینوا کنفرانس د شاخصونو تطبیقي پلانونه مثبت و ارزول شول، ځکه زیاتو ادارو خپل تطبیقي پلانونه له ټاکل شوې مودې څخه وړاندې بشپړ کړي وو.

 

په پای کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، له ګډونوالو څخه د جینوا کنفرانس د شاخصونو تطبیقي پلان بشپړولو په خاطر مننه وکړه او د یادو شاخصونو د لا ښه پلې کېدو لپاره یې د بریاوو هیله وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS