مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مشرتابه د ترکیې هیواد د معارف بنسټ له مسؤلینو سره وکتل

admin_mof
Mon, Jul 31 2023 4:05 PM

د عوايدو لوی رئيس الحاج شېر محمد مشفق د عوايدو د حقوقي خدمتونو رئيس مولوي ندا محمد صديقي او د عوايدو د بررسۍ رئيس انجینر خان محمد ذاکر په شتون کي په افغانستان کي د تركيې هیواد د معارف بنسټ له مسئول ښاغلي احمد توكور او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کي د ترکیې د معارف بنسټ مسئولینو د پانګوالو د ملاتړ په برخه کي د امارتي ادارو له تعاون او همکاریو مننه وکړه، ورپسې ئې د عوایدو لوی ریاست مشرتابه ته د همکارۍ هوکړه لیک وړاندیز کړ.
په پاى کي د عوايدو لوی رئيس د هيواد د ملي او اسلامي ارزښتونو د بيانولو ترڅنګ د ترکيې د معارف بنسټ او په هېواد کي د نورو ترکي او دوستو هيوادونو شرکتونو او بنسټونو پانګوني وستایلې او د پانګوالو لپاره د لازیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ئې د امیرالمومنین (حفظه الله) د فرمان د پلي کولو د میکانیزم په رڼا کي د اغېزمنو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د دغې ادارې د بالفعل چمتوالی خبر ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS