سوداګرو ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د پکتیا محصولي ګمرک، د ډنډ پټان سرحدي ګمرک ته ولېږدول سو

admin_mof
اطلاعیه

د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په لړ کي دا ځل د پکتیا محصولي ګمرک، چي د دې ولایت په مرکز (ګردېز) کي موقعیت درلود، د ډنډ پټان سرحدي ګمرک ته انتقال کړ.
د یاد ګمرک د لېږدولو موخه د سوداګرو د وخت ضایع کېدو څخه مخنیوی، د صادراتي او وارداتي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي اسانتیاوي رامنځته کول او د ګمرکي عوایدو له ضایع کېدو څخه مخنیوی دئ.
همداشان د پکتیا محصولي ګمرک د سوداګریزو توکو د تشریح او نورو ګمرکي طی مراحلو لپاره کافي ځای نه درلود، چي د محصولي ګمرک په لېږد سره یاده ستونزه هم حل سوه.
له دې وړاندي سوداګر مکلف وه، چي د ډنډ پټان په سرحدي ګمرک کي د خپلو محصولي توکو لپاره د کورني ټرانزیټ فورم (T1) واخلي او بیا نور ګمرکي طی مراحل د پکتیا په محصولي ګمرک کي تر سره کړي، چي له دې سره به د سوداګرو زیات وخت ضایع کېده. له دې وروسته به د سوداګریزو محمولو ټول طی مراحل په ډڼډ پټان ګمرک کي تر سره او محمولو ته به د ترخیص اجازه ورکول کېږي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په پام کي لري، چي په راتلونکي کي امکاناتو ته په کتو سره ځیني نور محصولي ګمرکونه هم د هیواد سرحدونو ته ولېږدوي.

Announcements More

Mon, Sep 18 2023 3:47 PM
Background image

Notice of General Directorate of Customs of MoF

Based on the proposal of the General Directorate of Customs of MoF and issuing order (۱۰۷۵/۱۴۴۵-۲-۲۶) of the

Sat, Sep 16 2023 12:33 PM
Background image

Notice Regarding General Directorate of Customs

The GD of Customs of MoF informs all those commercial corporations that have not yet introduced their

وروستي اعلانونه

Back to announcements