د حیرتان په ګمرک کي د څه باندي ۱۴ کیلو ګرامه سرو زرو له قاچاق څخه مخنیوی وسو

admin_mof
Thu, Oct 26 2023 11:35 AM
خبر

د بلخ ولایت د حیرتان سرحدي ګمرک ځيرکو او فعالو کارکوونکو په یوه صادراتي محموله کي د (۱۴.۲۳۵) کیلو ګرامه سرو زرو له قاچاق څخه، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ئې له هیواد څخه بهر ولېږدوي، مخنیوی وکړ.
په دې تور یو کس نیول سوی او د نورو څېړنو لپاره اړوندو امنیتي ارګانونو ته سپارل سوی دئ.