د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل سو

admin_mof
Mon, Oct 30 2023 2:31 PM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او عوایدو لوی ریاست په همغږۍ د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست نویو ګمارل سوو کارکوونکو ته د وړتیا لوړوني په موخه د مالیاتي قوانینو او سګټاس په برخه کي پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل سو.
د ورکشاپ په پرانیستې ناسته کي، چي د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي ترسره سوه د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي احمد شاه «شاکر»، د کوچنیو مالیه ورکونکو رئیس ښاغلي محمد هاشم «هاشمي» د عوایدو او ګمرکونو اکاډمۍ آمر ښاغلي بلال احمد «احدي» ګډون کړی وو.

خبر

د دې ناستي په پرانیستې وینا کي ښاغلي «شاکر» وویل، چي موږ او تاسو په اسلامي نظام کي دنده ترسره کوو؛ نو د اسلامي نظام له شعار سره باید ځان برابر کړو، چي دا شعار عدل، رښتینولي، له فساد سره مبارزه او د ولس سره نېک چار چلند کول دي، ترڅو ولس پر موږ باور وکړي او په ګډه د هیواد آبادۍ لپاره سره را ټول سو.
د یادوني وړ ده، چي دا ورکشاپ به پنځه ورځي دوام وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS